د عامه امنیت په هېرولو ، هېڅ یو قدرت د جنګ ګټونکی ندی

13 اسد 1400
3 دقیقه
د عامه امنیت په هېرولو ، هېڅ یو قدرت د جنګ ګټونکی ندی

ملګرو ملتونو اعلان وکړو چی د روان میلادی کال په لومړیو شپږو میاشتو کی د غیر نظامیانو تلفات ۴۷ سلنه لوړ شوی دی ، همدارنګه په څو ورستیو میاشتو کی د طالبانو او د افغانستان د دولت نظامی ځواکونو تر منځ د جنګ د زیاتوالی سره عام خلک د ولسوالیو څخه بی ځایه شوی دی .

د افغانستان عام وګړی چی د جنګ طرف ندی ، هره ورځ قربانی ورکوی ، کور او ژوند یی د جنګ په اور کی سوزی . دا وروستی څل ندی بلکه په تیرو لسو کالو کی د افغانستان عام خلک د سولی او جنګ قربانی دی .د بمونو په واسطه د خلکو بی رحمانه وژل به تل يواځی د دولت ، سیاسی مشرانو او د بشری حقونو د سازمانونو په یو محکومیت کولو سره هیر شول .

اوس د تیرو لسو کالو د ټولو تلفاتو ارقام د ملګرو ملتونو سازمان هم نشي نشر کولای او یا ترې نه سترګې پټوي. د تېرو دوه لسیزو د ارقامو نشرکول د جنګ د ودرېدو کړکۍ نشوه بلکې لا زیات د عامو وګړو د قربانۍ شاهد یو.

په څو وروستیو میاشتو کې که له یو پلوه د سولې خبرې اترې ادامه لري له بل لوري په ولسوالیو د طالبانو حملو زیات والی مندلی، ولسوالۍ سقوط کوي، ملکي خلک وژل کېږي او یا بېځایه کېږي. نه د جنګ دخیل طرفونه او نه هم د ملګرو ملتونو سازمان د خلکو د وژل کېدو او بېځایه کېدو مخه نیولې.

د اسد په څلورمه د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن په خپل ټویټر کې ولیکل چې د معنا لرونکې سولې د مذاکراتو په وړاندې د طالبانو سکوت د افغان غیر نظامیانو په وړاندې ددې ډلې بې تفاوتي ښایي. هغه زیاته کړه چې هره ورځ لا زیاته وینه بهېږي او دا وطن ورانېږي اما هغه د ویرانیو او وینې بهېدو یواځنی انتخاب د سولې مذاکرات ګڼي.

د سولې د مذاکراتو په بیا پیل کولو سره عام وګړي د زیاتې قربانۍ تحمل کړې او دا مذاکرات نږدې دوه کاله کېږي چې ادامه لري او ددې مذاکراتو لمړنی شروع کوونکی د امریکا متحده ایالات وو چې پرته له دې چې د عام وګړو د قرباني کېدو وړاند وینه وکړي د دغه مذاکرات یې حمایت کول.

اوس چې جنګ او وینو تویییدلو زور نیولی، بیا د امریکا متحده ایالات چې د دولت ملاتړی دی په داسې حال کې د سولې په مذاکراتو ټینګار کوي چې له دوه کاله وروسته یې بیا هم پایله نا معلومه وه. دا خپله د سولې په وړاندې د افغانستان د عام وګړو د وینو د توییدو په هکله د و وینا دوه رنګی ده.

د افغانستان حکومت چې له یوه پلوه د طالبانو په وړاندې د جنګ رهبري په غاړه لري له بله طرفه د طالبانو سره د سولې مذاکره کوونکی دی، عام وګړي د جنګ او سولې په مابین کې قرباني کوي.

عامه ګټې چې د ځان او مال د خوندي کېدو سبب ګرځي د حکومت له لمړیتوبونو څخه دي چې پرته له ځنډه په هغه پسې وي. مګر د ولسوالیو د سقوط او د ولسي پاڅونونو د را منځ ته کېدو په حال کې، حکومت د قدرت په روزلو سره تکیه کوي، د عام وګړو ځان او مال یې هېر کړی دی.

د طالبانو ډله هم چې اسلامي عدالت او اسلامي حکومت دعوا کوي د عام وګړو د وژنې اصلي لامل ده، په داسې حال کې چې په اسلام کې د بې ګنا وګړو وژنه جواز نلري.

په هغه ولسوالیو کې سقوط کوي ولې عام وګړي بې کوره کېږي او وژل کېږي؟ ددې پوښتنې ځواب د طالبانو د ډلې اړوند کېږي چې د اسلامي والي او اسلامي عدالت سربېره ولې عام وګړي بې کوره کېږي، وژل کېږي، له هغوی سره تاوتریخوالی ترسره کېږي او مال او شتمني یې لوټ کېږي.

ذبیح الله مجاهد، د طالبانو د ډلې ویاند منلې ده چې د دوشنبې په ورځ( دزمري ۴) ددې ډلې کسانو په لوګر ولایت کې یو ماشوم وژلی او یوه مېرمن یې زخمي کړې.

په قطر کې د طالبانو د ډلې د هیئت یوه غړي ویلي چې مونږ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنې د لرې کېدو غوښتوونکي یو، چې د هغه په لرې کېدو سره د سولې زمینه برابرېږي.

همدارنګه په وروستیو کې د سولې د خبرو په درېدو سره د اروپا او امریکا اتحادیې د سولې ددغه بنبست د له منځه وړلو په موخه د انتقالي حکومت طرح وړاندې کړه.

له دې معلومېږي چې ننی جنګ، د قدرت جنګ دی. اوس عام وګړي د قدرت د جنګ په اور کې سوځېږي.

جنګ د سولې کړکۍ د قدرت د نیولو لار نده، اوس د افغانستان خلک له دې درک څخه برخمن دي چې څوک کولای شې زمونږ ګټې په سم شکل سره خوندي کړي او مونږ نه وژنی او له مونږ سره له تاوتریخوالي ډک چلند نه کوي، هغه قدرت چې د جنګ او تاورتیخوالي له لارې منځ ته راشي نه مني. د عامه امنیت په هېرولو سره، هېڅ قدرت به د جنګ ګټونکی نشي.